کندهار ښاروالۍ د ده خوجي د مانده څخه بیا تر دوراهي تر چوک پوري د یوه سړک رغنیزي چاري چټکي کړي دي!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۲:۱۳
ده خواجه او دوراهي سړک

کندهار ښاروالۍ په خپله انکشافي بودجه د دغه سړک کار راپیل کړئ دی چي تر ډیره حده پوري يې کارونه بشپړ سوي دي.

ددغه سړک رغنیزي چاري ٪ ٧٠  فیصده بشپړي سوي دي چي په راتلونکو ورځو کښي به یې پرمختیایي کار خلاص او ګټي اخیستني ته وسپارل سي.

د کندهار ښار یو شمیر اوسېدونکو له همدې سړک څخه شکایت کاوه چي ددې سړک سره زیات مشکیل لري چي ورورسته کندهار ښاروالۍ په خپل انکشافي پلان کښي داسړک ونیوئ،او پرمختیایي بودجه یي ورته ځانګړې کړه چي په همدې بودجه په مسلکي اومعیاري توګه سره رغیږي.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي: کندهار ښار زموږ ښار دی موږ به د خپل تاریخي ښار د جوړولو لپاره خپل ټول انکشافي پلانونه او رغنیزي پروژې په ښه معیار سره سرته رسوو ترڅو زموږ عزتمن ښاریان استراحت کښي سي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د ده خوجي د مانده څخه بیا تر دوراهي تر چوک پوري د یوه سړک رغنیزي چاري چټکي کړي دي!