کندهار ښاروالۍ د روانو انکشافي چارو او پرمختیایي پلان په اساس د کندهار ښار د لومړي دوارهي د چوک څخه بیا تر ده خوجه تر مانده پوري د سړک د اساسي او مسلکي جوړوني چاري راپیل کړي دي!
ددې مهم او اساسي سړک په جوړونه سره به د زیات شمیر ښاریانو ستونزي حل سي،کندهار ښاروالۍ د اولسونو د سهولت او ارامتیا په منظور په هره برخه کښي په بنیادي او مسلکي توګه سره اساسي ضرورتونو،د ښار لومړیتوبونو او د خلګو لپاره سهولت رابرولو ته رسیده ګي کوي.