کندهار ښاروالۍ د سپیانو دلمنځه وړلو درې ورځنۍ کمپاین پای ته ورسوﺉ!

mohammadi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۳:۴۶
د کندهار ښاروالۍ د سپيانو کمپاين

د کندهار ښاروالۍ ورورسته له هغه د سپیانو کمپاین راپیل کړ چي په ښار کښي د لیونیو او کوڅه ډبه سپیو څخه ښاریانو شکایت کاوه او په زیاته اندازه سپیان یي ووژل.

کندهار ښاروالۍ درې شپې هره شپه دسپیانو د لمنځه وړلو په موخه پوره کمپاین تر سره کاوه او تر ٢٨٦ زیات سپي یې ووژل .

همداراز کندهار ښاروالۍ د سپیانو د لمنځه وړلو په درې ورځني کمپاین کښي د کندهار ښار څلور بازارونه ،نوراني مینه،عینومینه،غازي پارک، باقي کالوني،دپسو ګنج،حاجي عزیز ،لویه ویاله،چوڼی ،عمومي جاده او همداراز نورو ځایونه په یاد کمپاین کښي تر پوښښ لاندي راوستل سوه.

کندهار ښاروالي په راتلونکو ورځو کښي بیا هم پلان لري چي دښار هغه ځایونه چي له کمپاین څخه پاته وي هغه هم تر پوښښ لاندي راولي.

کندهار ښاروالي ستاسو ګرانو ښاریانو خدمت ته پوره ژمنه ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د سپیانو دلمنځه وړلو درې ورځنۍ کمپاین پای ته ورسوﺉ!