کندهار ښاروالۍ د فوټسال لوبي ټورنمینټ پیل کړی دی.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۹:۴۹
کندهار ښاروالۍ د فوټسال لوبي ټورنمینټ پیل کړی دی

کندهار ښاروالۍ په ملي جمنازیم کښي د فوټسال لوبي ټورنمینټ پیل کړي چي هره شپه دوې دوې لوبي پکښي ترسره کیږي چي دهمدې ورزشي لوبو په دوام تیره شپه د ښاروالۍ او یوولسمي ناحیې د ورزشي لوبډلو ترمنځ د فوټسال لوبه سوه چي پرمهال یې د کندهار ښاروالۍ ورزشي لوبډلي وکولای سوای د ۵ ګولونو په ورکولو سره له یوولسمي ناحیې لوبډلي څخه بریا خپله کړئ.

دوهمه د فوټسال ورزشي لوبه دلومړۍ ناحیې او پنځلسمي ناحیې د ورزشي لوبډلو ترمنځ وسوه چي پر مهال یې د لومړۍ ناحیې ورزشي لوبډلي وکولای سوای د ۶ ګولونو په لګولو سره د پنځلسمي ناحیې څخه بریا ترلاسه کړئ.

همدا ډول دریمه لوبه د څلورمي ناحیې او اتمي ناحیې د ورزشي لوبډلو ترمنځ وسوه پر مهال یې څلورمي ناحیې د ۲ ګولونو په ورکولو سره له اتمي ناحیې بریا ترلاسه کړه.

همدا ډول دریمي ناحیې او لسمی ناحیې هم خپل بخت وازمویه چي پر مهال یې دریمي ناحیې لوبډلي د ۵ ګولونو په لګولو سره له لسمي ناحیې بریا خپله کړه.

نوټ:ـ نن شپه د وروستي ټورنمینټ سیمي پاینل لوبي ترسره کیږي.

کندهار ښاروالۍ د فوټسال لوبي ټورنمینټ پیل کړی دی کندهار ښاروالۍ د فوټسال لوبي ټورنمینټ پیل کړی دی
کندهار ښاروالۍ د فوټسال لوبي ټورنمینټ پیل کړی دی کندهار ښاروالۍ د فوټسال لوبي ټورنمینټ پیل کړی دی

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د فوټسال لوبي ټورنمینټ پیل کړی دی.