کندهار ښاروالۍ د نانوایانو څخه نظارت ترسره کړی

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۲ - ۱۳:۵۴
بیا رغونه

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو تنظیم آمریت د داخلي تفتیش آمریت په همکاري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي له نانوایانو څخه نظارت ترسره کړی، تر څو ډاډ ترلاسه سي چي د ډوډۍ وزن او قیمت د ټاکل سوي نرخنامې مطابق دي.

د نظارت پر مهال، هغو نانوایانو ته جدي سپارښتني وسوې چي د ډوډۍ په وزن کي ئې سرغړونه کړې وه او د مسؤلینو له لوري ټینګار وسو چي په راتلونکي کي به د ډوډۍ وزن نه کموي او د نرخنامې تطبیق ته به ژمن پاته کیږي.

یادونه: کندهار ښاروالي د نانوایانو د فعالیتونو دنظارت لړۍ په منظمه توګه دوامداره ساتي، تر څو ډاډ ترلاسه کړي، چي د ډوډۍ قيمت، کیفیت او وزن د ټاکل سوي نرخنامې سره سم وي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۱۰:۱۴
Background image

د شکایتونو څېړلو او حل کولو کمېټې نوبتي مجلس ترسره کړی.

د کندهار ښاروالۍ اړوند دښار اوسېدونکو شکایتونو ته د رسېدني او حل په موخه د شکایاتو څېړلو او حل کولوکمېټې خپل نوبتي مجلس ترسره کړی. په دې مجلس کي د ثبت سوو شکایتونو په اړه هر اړخیز بحث. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۰:۵۴
Background image

په کندهار ښار کي له قصابانو څخه د نرخونو کنټرول او نظافت ساتلو په موخه نظارت ترسره سو.

دوشنبه ۱۳ / ۱۲ / ۱۴۰۳ ه ش کال

د کندهار ښاروالۍ د مارکېټونو تنظیم آمریت د امنیه قومندانۍ په همکاري د ښار په بېلابیلو ساحو کي د قصابانو څخه د ټاکل سوي لایحې او نرخنامې مطابق نظارت ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۰:۳۷
Background image

د کندهار ښار سرسبزه کولو او ښکلا په موخه د نهالانو ايښودلو عمومي اشر پيل سو

کندهار ښاروالۍ د ښار سرسبزه کولو او ښکلا په موخه د نهالانو ايښودلو عمومي کمپاين پيل کړي.

ددې کمپاين په نتيجه کي به کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو سيمو کي ( ۴۰ ) زره مېوه لرونکي او غيري. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د نانوایانو څخه نظارت ترسره کړی