کندهار ښاروالۍ د پاتابونو د پاکاري کولو چاري راپيل کړې!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۸ - ۸:۳۷
پاکارۍ چاري

د کندهار ښاروالۍ د تنظیف عمومي مديريت د پاتابونو د پاکارۍ کولو لړۍ راپيل کړل، ترڅو ټول هغه پاتابونه چي د بارانو په وخت کښي ستونزي او مشکلات جوړوي پاک کړي.

د يادو پاتابونو د پاکارۍ کولو لړۍ  شنبه د څوارلسمي (۱۴) ناحیې اړوند د خواجک بابا د پاتاب څخه وسوه.

د پاکارۍ دا لړۍ به همداسي شروع وي او ټول هغه پاتابونه چي د بارانو په وخت کښي ستونزي او مشکلات جوړوي د کندهار ښاروالۍ د تنظيف عمومي مديريت لخوا به په دوو هفتو کښي پاک سي، تر څو د بارانو په وخت کښي ښاريانو ته ستونزي رامنځته نه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۴
Background image

دشپږمي ناحیې اړوند، په څلورم ګذر کي دیوې کوڅې د رغولو کار جريان لري!

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په دوام سره داځل د ښار په شپږمه ناحیه، څلورم ګذر، د لخشک په سيمه کي د یوې کوڅې د رغولو چاري په اساسي ډول راپيل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

BACK TO NEWS