کندهار ښاروالۍ د ښاري نظم رامنځته کولو په موخه نظارت ترسره کړ.
چهار شنبه ٩ / ١٢ / ١٤٠٢ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو د تنظیم مدیریت د ښاري نظم ګډ کمېسیون په همکارۍ د مشرقي لېسې مخته پیاده لاره د ښاریانو د تګ او راتګ لپاره پاکه او خلاصه سوه.
په همدې نظارت کي د ښاري نظم کمېسیون یاده پیاده لاره د هغو ریړۍ چلوونکو، اهلي حیواناتو او کاسټر موټرانو څخه پاکه کړل کوم چي د همدې پیاده لاري د بندېدو سبب ګرځېدلي وه.
د یاد کمېسیون له خوا دوی ته سپارښتنه هم وسوه، چي په راتلوونکي کي دلارو له بندولو څخه ډډه وکړٸ.
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت