کندهار ښاروالۍ د ښار په پنځلسو ناحیو کي متوازنه پراختیا رامنځته کوي.

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۹:۱۴
Kandahar Municipality

کندهار ښاروالۍ دخپلو روانو رغنیزو فعالیتونو په لړکښي دا ځل د دیارلسمي ناحیې اړوند ګذر کښي د ۵۴۰متره په اوږدوالي او ۸ متره په عرض دیوه سړک د اساسي جوړوني چاري ترسره کوي،د نوموړي سړک په څنګ کښي د ۵۴۰متره په اوږدوالي او ۷۰ سانتي متره په بروالي د یوې چرۍ د جوړوني چاري هم په اساسي توګه سره جوړیږي،اوس عملأ دیادې پروژې په جریان کښي د ۶۹۴متره په اوږدوالي او د ۵،۵متره بروالي په اندازه دیوه کانال دلومړۍ برخي (TYPE1) او د ۱۷۳متره په اوږدوالي او ۵،۵ متره په بروالي د کانال ددوهمي برخي ( TYPE 2) دجوړولو چاري عملأ جریان لري .

په دې پروژه کښي ۳ عدده پلچکونه او سلبونه هم په نظر کښي نیول سوي دي چي دجوړېدو سره به یې هم مهاله د محل اوسيمي اوسېدونکو ته بهتري ښاري سهولتونه برابر کړل سي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د ښار په پنځلسو ناحیو کي متوازنه پراختیا رامنځته کوي.