کندهار ښاروالۍ سږني روان کال پسرلي ته له نوو نوښتونو کار اخلي!

mohammadi_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۲:۴۰
سرسبزۍ چاري

سره له دې چي سږ کال کندهار ښاروالۍ ۳۰۰۰۰(دیرش زره) نیالګي د کندهار ښار په بیلابیو برخو کښي ایږدي ولي ورسره په څنګ کښي په دې نیالګیو کښي د موسمي ګلانو بیلابیلي د ښګلاوو نمونې سته چي د ایښودني سره به یې سم د کندهار ښار په ښایست او ښکلا کښي مثبت رول ولوبوي.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وائي: د کندهار ښار د ښکلا،سمسورتیا او تازه ساتلو په برخه کښي یې له هیڅ ډول ستړیاوو څخه مخ نه دی اړولی بلکي د خپل تخنیکي ټیم په مرسته یې د ښار په ټولو ناحیو کښي سرسبزۍ ته زیاته پاملرنه کړې ده،د کندهار ښار هغه ساحې چي مخکي ګلونه نه وې سرسبزه سوي د سرسبزۍ چاري یې پيل کړي او نږدې د ښار ټولو برخو ته یې سرسبزي رسولې ده.

کندهار ښاروال د ښار د سرسبزه ساتلو او سمسور ساتلو په عرصه کښي د ګرانو ښاریانو دوامداره همکاري ډیره اړینه بولي او پرګرانو ښاریانو ږغ کوي چي د خپل ښار د سرسبزه ساتلو په مورد د خپلو استوګنځيو او کاروباري ساحو په سیمه کښي موسمي زینتي بوټي کښېنوي او پر وخت یې پالنه وکړي،ترڅو د ښه او سرسبزه ښار په رامنځته کولو سره مو د ښه تهذیب استازیتوب کړئ وي.

دا په داسي حال کښي ده چي کندهار ښاروالۍ د سرسبزۍ او سمسورتیا په موخه په ټوله ښار کښي عمومي کمپاینونه راپيل کړي دي او هم یې ورسره په څنګ کښي د خلګو لپاره د عامه ذهنیت سازۍ په مورد نوي طرحي په لاره اچولي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ سږني روان کال پسرلي ته له نوو نوښتونو کار اخلي!