کندهار ښاروالۍ له لوري د تېر ۱۴۰۱ مالي کال د شفافيت او حساب ورکولو غونډه د ۱۴ ناحيې اولسونو ته ترسره سوه!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۹:۲۱
شفافيت غونډّ

کندهار ښاروالۍ نن شنبه د څوارلسمي ناحيې اوسېدونکو ته په دغه ناحيه کي د ښاروالۍ د ۱۴۰۱ مالي کال د خدماتو، عوايدو او لګښتونو په اړه معلومات ورکړل سوه.

په دغه غونډه کښي د څوارلسمي ناحيې آمر، د ښاروالۍ د شفافيت او حساب ورکولو مدير، د مشورتي شورا ځينو غړو، د يادي ناحيې استازو، قومي مشرانو او عامو خلګو ګډون درلود.

غونډه چي د قران کريم په څو مبارکو اياتونو سره راپيل سوه، ورپسې د شفافيت او حساب ورکولو مدير محمد عمر صابر د شفافيت پر اهميت باندي ګډونوالو ته معلومات ورکړه.

ورپسې د څوارلسمي ناحيې آمر مولوي محمود صاحب خبري وکړې او د همدې ناحيې پر څلور خواوو باندي د ګډونوالو سره معلومات شريک کړل.

د مولوي محمود صاحب تر خبرو وروسته د شفافيت او حساب ورکولو مدير په څوارلسمه ناحيه کښي د ښاروالۍ د روانو عادي او پرمختيايي خدماتو او له دې ناحيې څخه د تر لاسه سوو عوايدو په اړه معلومات ورکړل.

د غونډي ګډون والو د دغه پروګرام هر کلی وکړ او خپل نظرونه، غوښتني او پوښتني يې د ښاروالۍ دمسؤلينو سره شريکي کړې.

د ښاروالۍ د اړوند برخو مسؤلینو د خلکو پوښتنو او غوښتنو ته ځوابونه وويل او ژمنه يې وکړه چي هري ستونزي ته به يې رسېدګي کېږي.

د يادوني وړ ده چي کندهار ښاروالۍ وخت پر وخت د هري ناحيې و اوسېدونکو ته د شفافيت او حساب ورکولو غونډي جوړ وي.

ننئ پروګرام د اختتاميه دعاء په ويلو سره پای ته ورسېدئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.

کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ له لوري د نهال شانۍ پسرلنۍ غونډه ترسره سوه!

کندهار ښاروالۍ د ښار سمسورولو په موخه د نهالانو د ايښودلو غونډه ترسره کړه، چي په کښي د مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال په ګډون، د کندهار ښاروالۍ تخینکي او سکټوري رئیس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

د نرخونو کنټرول په موخه د نظارت لړۍ جريان لري!

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکيټونو تنظیم امريت نن د کندهار ښار د دوو لويو مارکيټونو چي يو د ۵ ناحيي په مربوطاتو کي مهمند مارکيټ او بل د ۷ ناحيي د مېوې مارکيټونو څخه د ترباري د نرخونو. . .

BACK TO NEWS