کندهار ښاروالۍ په اوله او دوهمه ناحیه کي د ښاري نظم په موخه نظارت ترسره کړئ!

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۹:۴۱
ښاري نظم

د کندهار ښاروالي اړوند د مارکېټونو تنظیم آمریت د اولي او دوهمي ناحیو او ترافیکو مدیریت په همکاري د اولي او دوهمي ناحیو اړوند له بېلابیلو ساحو څخه د څارني او نظارت چاري په داسي مهال کي ترسره کړې، کوم چي څو ورځي وړاندي په یادو ناحیو کي ټول عامه پیاده روونه د ښاریانو پر مخ د ښاري بې نظميو له شتون څخه پاک سول.

د یادي څارني او نظارت په جریان کي د مسؤلینو له لوري ټولو دوکاندارانو او رېړۍ چلوونکو ته د ښاري نظم د ټینګښت په موخه لازمي او مهمي سپارښتني هم وسوې.

درنو هیوادوالو!

د مارکیټونو تنظیم آمریت او د ښاري نظم ګډ کمېسیون له لوري به د ښاري بې نظمیو د ختمېدو په موخه د نظارت او څارني چاري په دوامداره توګه ترسره کیږي؛ ترڅو ښاریانو ته د تګ راتګ پر مهال آسانتېاوي رامنځته سي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۵۲
Background image

شهيدانو څلور لاري ته څيرمه د استملاک سوي مارکيټ تخريب سوې حصه ورغول سوه!

کندهار ښاروالي د ښاري پراختيا په موخه د ښار په مرکزي نقطه کي شهيدانو څلور لاري ته څيرمه د حبيبي واټ وروستۍ نقطه چي د مختلفو عواملو لکبله همداسي پاته وه او مارکيټونه پر جوړ سوي وه، ياده. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د کندهار ښار په پنځمه ناحيه کي د احمدشاهي مېني سړک ګټي اخيستني ته وسپارل سو!

دوشنبه ۱۲ / ۳ / ۱۴۰۴ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ د خپلوانکشافي فعاليتونو په لړ کي څه موده مخکي دښار په پنځمه ناحيه، د شورمانو شاته د احمدشاهي مېني سړک رغنيزي چاري پيل کړې چي اوس فعلا د ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۰:۱۷
Background image

د کندهار ښار په شپږمه ناحيه، دوهم ګذر کي د يو مهم سړک قيريزي کولو چاري پيل سوې

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام داځل دښار په ۶ ناحيه، ۲ ګذر کي پلانو ته څيرمه د يو مهم سړک د قيريزي کولو چاري پيل کړې.

دا سړک چي د ده محسوس له عمومي سړک څخه شروع کيږي بيا. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ په اوله او دوهمه ناحیه کي د ښاري نظم په موخه نظارت ترسره کړئ!