کندهار ښاروالۍ په تېرو شپږو میاشتو کي د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۳ لويي پروژې تطبیق کړي او ۲۵۲۰ ماهر او غیر ماهر کاریګرو ته یې د کار زمینه مساعده کړې
کندهار ښاروالۍ وايي، د خلکو په غوښتنه یې د ښار د متوازن پرمختیايي پلان له مخي په تېرو شپږو میاشتو کي په مختلفو ناحیو کي ۱۳ بېلابېلي لويي پروژې تطبیق کړې دي.
کندهار ښاروال انجینرمحمد رفیع حیات نن پنجشنبه په اوونیزه اداري غونډه کي د تېرو دوو ربعو کاري راپور شریکولو پر مهال وویل، په یادو تکمیل سویو پروژو کي د سړکونو، پیاده رونو، ګلدانونو، چریو، بلاکونو او پارکېنګ جوړول، د سړکونو خامه کاري، قیرریزي او پینه کاري، د کثافت دانیو نصبول، د پاتاب پاک کاري او سنګ کاري شاملي دي.
ښاغلي حیات څرګنده کړه، د ۳۴۰۵۹۰۰ افغانیو په لګښت د ماهیانو کوڅې څخه تر نوي سړک پورې د ۵۰۰ متره پاتاب پاک کاري، سنګ کاري او پیاده رو جوړول، د ۱۸۹۹۲۴۸۷ افغانیو په لګښت د زاړه ګمرک په ساحه کي څلور منزله E بلاک جوړول، د ۲۹۰۸۵۹۸۲ افغانیو په لګښت په ۱۶۰۰۰ مترمربع ځمکه کي د چهل زینو د زنانه پارک اعمار، د ۱۹۸۱۱۲۱۸ افغانیو په لګښت د حضرت جي بابا مارکېټ څلورم منزل جوړول، د ۱۳۴۹۱۹۵۰ افغانیو په لګښت د ګندیګان، پښتون باغ او میرویس روغتون شاته د ۱۱۱۳۱ مترمربع سړک جوړول، د ۲۱۱۱۸۷۵۰ افغانیو په لګښت کابل بانک څخه تر ډنډ چوک پوري د ۱۴۳۶۱ مترمربع سړک ترمیم، د ۱۷۲۸۰۷۹۰ افغانیو په لګښت د ۷۰۰۰ مترمربع د تیري او شاولیکوټ اډې د سړک، چرۍ، پياده رو او ګلدانونو جوړول، د ۷۶۵۵۹۸۰ افغانیو په لګښت د ۴۵۶۰ مترمربع په اوږدوالي د مخابراتو مامخ د عزیزي واټ سړک جوړول، د ۲۵۵۰۰۰۰ افغانیو په لګښت د مخابراتو پر مخامخ د عزیزي واټ د متباقي غربي طرف کي ۳۲۰ مترمربع چرۍ، ۱۱۴۰ مترمربع پياده رو او د لوی احمدشابابا مقبرې د ۱۰۰۰ مترمربع پارکینګ جوړول، د ۱۳۰۰۰۰۰۰ افغانیو په لګښت د میروس شاندیز رستورانت څخه تر نورزو شاه برج پوري د ۱۰۱۲۰ مترمربع سړک خامه کاري، د ۱۲۲۹۵۸۰۰ افغانیو په لګښت د میرویس شاندیز رستورانت څخه تر نوروز شاه برج پوري د ۱۰۱۲۰ مترمربع سړک د قیرریزي، په رضاکارانه توګه د ۱۸۰۰ مترمربع په اوږدوالي د سړکانو پینه کاري او د ۴۹۹۹۸۰۰ افغانیو په لګښت د ښار په مختلفو ساحو کي ۳۰۰ دانۍ کثافت دانۍ نصبول په تېرو شپږو میاشتو کي تکمیل سوې پروژې دي، چي ۷۲۰۶۸۹۹۵ افغانۍ ورباندي لګښت راغلي او پر مهال یې ۱۲۰ ماهر او ۲۴۰۰ غیر ماهر کاریګرو ته پکښي د کار زمینه مساعده سوې.
هغه یادونه وکړه، چي په د یادو پروژو په مرسته له یوې د متوازن انکشاف په اساس د خلکو د غوښتنو له مخي خدمات وړاندي سوي دي او له بلې خوا سلګونه مسلکي او غیرمسلکي کسانو ته د کار زمینه برابره سوې ده.
کندهار ښاروال د کافي بودجې نشتون، د کرونا او قرنطین له امله د عوایدو کمښت، مالیې وزارت څخه د ښاري خدماتو ټکس په وخت نه انتقال او د بودجې ناوخته منظوري د انکشافي پروژو د ځنډ لاملونه یاد کړل.
کندهار ښاروال دغه راز د ښار په نهو ناحیو کي د ولسي تړون ملي پروګرام د روانو چارو او خپلو راتلونکو پلانونو په اړه خبري وکړې او ډاډ یې څرګند کړ، چي هره پروژه به د خلکو په غوښتنه د ښار د متوازن پرمختیايي پلان له مخي عملي کوي.
