کندهار ښاروالۍ په دریمه ناحیه کي د ګل قلعچې سړک د پرايم کوټ طبقې چاري ترسره کړې!

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۴
بیا رغونه

کندهار ښاروالۍ ښاریانو ته د ترانسپورټي او سیمه ییزو آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د دریمي ناحیې اړوند د ګل قلعچې سړک د جوړولو چاري په اساسي او معیاري توګه راپیل کړي دي.

د یاد سړک اوس مهال د پرایم کوټ طبقې چاري بشپړ سوې او د راتلوونکي دوشنبې په ورځ به ان شاء الله د همدې سړک داسفالټ طبقې کارونه هم راپيل سي.

دغه سړک چي ۷۸۷ متره اوږدوالۍ او ۱۲ متره بردوالۍ لري دوې نيمي مياشتي مخکي يې د رغولو چاري راپيل سوې او پاته کارونه به يې د ۱۵ ورځو جريان کښي بشپړ سي.

د يادوني وړ ده چي ددغه سړک په جوړولو سره به د دارالمعليمن عمومي سړک د بای پاس عمومي سړک سره وصل سي.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۴
Background image

دشپږمي ناحیې اړوند، په څلورم ګذر کي دیوې کوڅې د رغولو کار جريان لري!

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په دوام سره داځل د ښار په شپږمه ناحیه، څلورم ګذر، د لخشک په سيمه کي د یوې کوڅې د رغولو چاري په اساسي ډول راپيل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

BACK TO NEWS