کندهار ښاروالۍ په لسمه ناحيه، څلورم ګذر کښي د درو کوڅو د کانګرېټ کولو چاري راپيل کړي دي!

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۹:۳۹
بيارغونه

پنج شنبه ۵ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي او پر مختیايي فعالېتونو په لړ کښي داځل د ښار په لسمه ناحيه، څلورم ګذر کښي د درو کوڅو د کانګرېټ کولو چاري په اساسي او بنسټیزه توګه راپیل کړي دي.

دغه کوڅې چي تقريباً ۷۵۳ متره اوږدوالۍ او ۱۰ متره بردوالۍ لري، دوې مياشتي مخکي يې د رغولو چاري راپيل سوي دي او پاته کارونه به ئې د لسو ورځو په جریان کښي بشپړ سي.

بيا رغونه

په دغه رغنيزه پروژه کښي هره ورځ ۱۰۰ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۱۰کسان په مسلکي ډول او ۹۰ کسان په غيري مسلکي ډول په کار کولو بوخت دي.

د همدغه کوڅو په رغولو سره د يادي سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۴
Background image

دشپږمي ناحیې اړوند، په څلورم ګذر کي دیوې کوڅې د رغولو کار جريان لري!

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په دوام سره داځل د ښار په شپږمه ناحیه، څلورم ګذر، د لخشک په سيمه کي د یوې کوڅې د رغولو چاري په اساسي ډول راپيل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

BACK TO NEWS