کندهار ښاروالۍ په ۱۵ ناحیو کښي متوازنه پراختیا رامنځته کوي .
کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو رغنیزو فعالیتونو په لړکښي دا ځل د دیارلسمي ناحیې اړوند محمدي ګذر کښي د ۲۳۷متره په طول۵،۵متره په عرض او د۱،۴متره په ژوروالي د یوه کانال د کیندل کېدو چاري را پيل کړي وې چي دنوموړي کانال د کېندل کارۍ چاري په ښه توګه سره ترسره سوې اوس یې د سنګکارۍ چاري عملأ شروع دي ددې ترڅنګ یو پُل هم په دې پروژه کښي شامل دی او ورسره په څنګ کښي د ۳۲۷متره په اوږدوالي ۸ متره په عرض سړک چي دواړو خواوته یې چرۍ هم سته په اساسي او معیاري توګه سره یې رغنیزي چاري عملأ تر کار لاندي دي.
یاده دي وي چي کندهار ښاروالۍ په پنځلسو ناحیو کښي متوازنه پراختیا رامنځته کوي او ښاریانو ته بنسټيزمعیاري خدمات محیاکوي.