کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات د خپل کار په دفتر کي د ښار نهمي ناحیې اړوند اول ګذر له اوسېدونکو سره وکتل.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۳:۱۷
Kandahar Municipality

د کندهار ښار نهمي ناحیې، اول ګذر اوسېدونکو ددوئ په سیمو کي د روانو رغنیزو چارو څخه خوښي وښوول !

دوئ د کندهار ښاروالۍ څخه د ملاتړ تر څنګ په نهمه ناحیه کي هغه ټول فعالیتونه وستایل چي د کندهار ښاروالۍ له لوري ترسره سوي، روان دي او تر سره کیږي.

دوئ د کندهار ښاروال سره د خپلي سیمي یو لړ ستونزي هم شریکي کړې او یاده یې کړه چي د ښاروالۍ د ټولو پلانونو په عملي کولو کي به مرسته ورسره کوي او همدارنګه د ټولو پلانونو په عملی کولو کي یې د ښاروالۍ همکاري اړینه وبلل.

کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات وویل چي موږ د متوازني پراختیا په اساس د ښار د نورو برخو تر څنګ ستاسو په سیمه کي هم خدمات عرضه کړي او لا هڅه کوو چي ښاریانو ته سهولتونه ایجاد سي .

کندهار ښاروال د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او د ښاروالۍ د روانو پلانونو په عملي کولو کي یې د خلکو همکاري لا مهمه وبلل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات د خپل کار په دفتر کي د ښار نهمي ناحیې اړوند اول ګذر له اوسېدونکو سره وکتل.