کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات د ښار مربوطه ناحیو له آمرینو سره غونډه ترسره کړل !
په دې غونډه کي د صفایي کتابچو، ناحیو ته د جوازونو ورکولو پر څرنګوالي، روانو پروژو پر تعقیب او عوایدو راټولېدو پر مدیریت بحث ترسره سو .
کندهار ښاروال د ناحیو د چارو پر لا چټکتیا او شفافیت ټینګار وکړ او د لا ښه کېدو په موخه یې ځانګړي سپارښتني ورته وکړې.