کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب: د کندهار ښار د عزتمنو اولسونو لپاره د سهولت په برابرولو کښي هیڅ د ستړیااحساس نکوو!

mohammadi_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۴:۱۰
ښاري خدمات

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي:د خپلو ګرانو ښاریانو لپاره په هره برخه کښي د خدمت په پار له خپل ټېم سره ګډ کار کوي ترڅو د ښار لومړیتوبونو او اساسي او مهمي ضرورتونو ته ځان ورسوي،د کندهار ښاروالۍ سږنی انکشافي پلان او پرمختیایي بودجه تر ډیره د کندهار ښار لپاره د ښاريانو اساسي او مهم لومړیتوبونو او ضرورتونوته رسیده ګي کوي ترڅو زموږ ګران ښاریان وکولائ سي د ښه ژوند کولو او معیاري خدماتو څخه برخمن سي،دکندهار ښاورالۍ له لوري د کندهار ښار په پنځلسو ناحیو کښي په هره پرمختیایي پروژه کښي په زیات شمیر خلګو ته کاري فرصتونه پیدا سوي دي .

د کندهار ښار خلګ د کندهار ښاروالۍ وروستیو پروژو پرګرامونو او روانو انکشافي چارو زیات هیلمند کړي دي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب: د کندهار ښار د عزتمنو اولسونو لپاره د سهولت په برابرولو کښي هیڅ د ستړیااحساس نکوو!