کندهار ښاروال د خپل تخنيکي ټيم په ملتيا د نورزو شابرج او يخ کاريز د وصليدونکي سړک څخه د نژدې ليدنه ترسره کړل!
کندهار ښاروال حاجي ملاحکمت الله اخند د خپل تخنيکي ټيم په ملتيا نن چهار شنبه د يخ کاريز او نورزو شابرج د وصليدونکي سړک څخه ليدنه ترسره کړل.
څرنګه چي د يخ کاريز پر عمومي سړک باندي ترافيکي ازدحام زيات دي بناً کندهار ښاروال خپل تخنيکي ټيم ته سپارښتنه وکړل تر څو د نوموړي وصليدونکي سړک ساختماني چاري په اساسي شکل سره په راتلوونکې اوونۍ کي ژر تر ژره راپيل کړئ.
په درنښت
ذبيح الله ( روحي )
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مدير