کندهار ښاروال د خپل تخنيکي ټيم په ملتيا د ښکار پور دروازې سړک د دوهم فاز ساختماني چارو څخه د نژدې ليدنه ترسره کړل!
څرنګه چي د ذکر سوي سړک د لومړي فاز کارونه بشپړسوي دي او د دوهم فاز کارونه يې هم په منظم ډول مخته روان دي کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند يې د کارونو ارزونه وکړل او خپل تخنيکي ټيم ته يې سپارښتنه وکړل تر څو د ياد سړک په مسير کي پر عمومي زابر باندي د سړک عرضي قطعي ته په کتو سره د دوه طرفه پل سروې او ډيزاين چاري ژر تر ژره ترسره او په نژدې راتلوونکي کښي يې ساختماني کارونه عملاً په اساسي شکل سره راپيل کړئ.
په درنښت
ذبيح الله ( روحي )
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مدير