کندهار ښاروال: د ناحیو آمرینو د فساد په وړاندي مبارزه وکړئ

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۹:۷
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي اداري غونډه د کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات تر مشرۍ لاندي جوړه سوه چي پکښي د اړوندو شعباتو استازو پکښي برخه لرل.

اداري مجلس پر لاندي موضوعاتو مفصلي خبري او فیصلې وکړې

د مالي کال تر وروستۍ ربعي پوري دي ټول دناحیو امریتونه او اړوند مدیریتونه باید خپل د عوایدو هدف پوره کړي .

د فساد د مخنیوي په برخه کښي دي ټول امریتونه او مدیریتونه خپل تعهد اثبات کړي .

داملاکو مدیریت دي خپلي د عوایدو منابع نوري هم قوي کړي .

په هره ناحیه کښي چي د ښاروالي کوم ملکیتونه سته تر تثبت وروسته دې دهغه ملکیتونو لپاره یو پلان جوړ کړي ترڅو کار ورڅخه واخیستل سي .

د پلان مدیریت دي دښار د زاړه ګمرک په سیمه کښي د کندهار ښاروالي ځمکي په نښه کړي ترڅو ورڅخه کندهار ښاروالي استفاده کړې وي.

د CIP پروګرام د پروژو په عملي کولو کښي د ښاروالي ټول پرسونل باید خپله همکاري وکړي ترڅو دا پروګرام په ښه توګه سره عملي سوي وي .

کندهار ښار کښي چي د CIP پروګرام دلاري کومي پروژې رواني دي د دې سره په څنګ کښي ۱۱ نوري مهمي پروژې کندهار ښاروالي ورته پیشنهاد کړي چي د دې پروژو په عملي کولو کښي پوره همکاري وکړئ.

و لسي تړون پروګرام تر ډیره دناحیو اوسېونکوته ښاري خدمات اوسهولتونه برابر کړي دي د ناحیو له امرینو غوښتنه وسوه چي ددې پروګرام په تخنیکي برخه کي همکاري وکړي کومي پروژې چي اوس په ستونزمن حالت کي دي باید ژر تر ژره یي دحل لاره ورته را و ایستل سي . .

دمجلس مشر تابه د ولایت مقام دتیر اداري مجلس د پریکړي په اساس وویل چي په ټولو امریتونو اومدیریتونو کښي دي د لوی امپراتور الحضرت احمد شاه بابا او ملي قائد حاجي میرویس خان نیکه تصویرونه ونښلوي .

هر د ناحیې امر دي خپل راتلونکي ضرورتونه د SDF(ستراتیژیک پرمختیایي چارچوب) په اساس انتخاب کړي او هغه ساحې کوم چي دا پلان ته اماده وي چي باید پکښي پلي سي باید هغه ساحې انتخاب کړي .

د مارکیټونو د تنظیم مدیریت هغه طرحه تصویب سوه چي پرمهال یي دجرایمو لپاره جریمه وضعه سوې وه.

د مجلس په وروستۍ برخه کښي د تداروکاتو مدیریت پر یو شمیر قراردادونو د املاکو مدیریت پر ځينو پیشنهادونو او د ښاري حکومتولۍ ریاست پر ځینو پیشنهادونو هم بحث وسو او په اړه یې لازم تصامیم ونیول سول

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال: د ناحیو آمرینو د فساد په وړاندي مبارزه وکړئ