کندهار ښاروال د څوارلسمي ناحیې د اوسېدونکو سره وکتل.
کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات نن د خپل کار په دفتر کي د څوارلسمي ناحیې د دریم ګذر د اوسېدونکو سره وکتل، ددوی وړاندیرونه او ستونزي یې واورېدلې او د کندهار ښاروالۍ له طرفه یې د همکاري ډاډ ور کړ، کندهار ښاروال وویل کندهار ښاروالي د ښاریانو دوهم کور دی، ښاریانو ته ښاري اسانتیاوي برابروي، او د ښاري ستونزو دحل په برخه کي به کوښښ کوي تر څو په ښه توګه سره یې حل کړي وي همدارنګه کندهار ښاروال یادونه وکړه چي ښاروالي به په پوره هڅه او کوښښ سره د ښار د پنځلسو ناحیو اوسېدونکوته ښاري خدمات عرضه کړئ او هم به د ښاریانو د ستونزو د حل په برخه کي هممهاله کار وکړئ.