کندهار ښاروال د کسب کارانو اتحادیې له مشرتابه او غړو سره وکتل!

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۴ - ۱۳:۱۰
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال د کسب کارانو اتحادیې له مشرتابه او غړو سره وکتل!

کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات د کندهار کسب کارانو اتحادیې له مشرتابه او غړو سره وکتل او ددوئ سره یې د صنفي جوازونو په تړاو بحث وکړ .

د کسب کارانو اتحادیې مشرتابه او غړو د ښار ناحیو ته د جوازونو د انتقال پروسه وستایل او د چارو په ښه ترسره کېدو کي یې دا یو مهم ګام یاد کړ .

دوئ غوښتنه وکړه تر څو په کندهار ښاروالي کي د جواز یوه بله څانګه هم فعاله سي، چي جوازونو د توزیع پروسه لا په ښه توګه ترسره سي.

کندهار ښاروال ښاغلي انجینر محمد رفیع حیات د دوئ د همکاریو څخه د منني تر څنګ ډاډ ورکړ چي کندهار ښاروالي تل په دې هڅه کي ده چي د جوازونو د توزیع پروسه به کاملاً ستاسو سره په پوره همږغۍ پر مخ وړي او په دې برخه کي به لا ډېر کار وسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال د کسب کارانو اتحادیې له مشرتابه او غړو سره وکتل!