کندهار ښاروال: د کندهار ښاروالۍ لخوا په هره پيلېدونکې پروژه کي د مشورتي بورډ همکاري اړینه ده.

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۱:۳۲
کندهار ښاروال:ـ د کندهار ښاروالۍ لخوا په هره پيلېدونکې پروژه کي د مشورتي بورډ همکاري اړینه ده.

کندهارښاروال انجنیر محمد رفیع حیات چي نن یې د مشورتي بورډ له غړو سره مجلس درلودی د غه څرګندوني وکړې.

د مشورتي بورډ مجلس د کندهار ښاروال په مشرۍ جوړ سو چي د ښاري حکومتولۍ درئيس ترڅنګ د مشورتي بورډ ټولو غړو ګډون کړی وو.

په مشورتي بورډ مجلس کښي پر لاندي موضوعاتو مفصلي خبري او فیصلې وسوې.

کندهارښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د کندهار ښاروالۍ د روانو چارو،راتلونکو پلانونو او انکشافي پروژو په اړه په مکمل ډول معلومات وړاندي کړه،چي دولسي تړون د پروګرام روان او راتلونکي حالت،په کندهار ښارکښي د کارموندني پروګرام د موجوده حالت،د CIP(ښاري سرمایه ګذاري)د پروګرام روانو چارو،د کندهارښاروالۍ روانو پروژو او اداري چارو په اړه هغه معلومات وړاندي کړه چي د ښاغلي حیات په خبره باید د مشورتي بورډ ټول غړي ورڅخه باخبره واوسي .

د کندهار ښاروالۍ په هره پرمختیایي پروژه کښي باید د مشورتي بورډ غړي دقیق نظارت وکړئ او هم د متوازن انکشاف له مخي په هره پروژه کښي ددوی همکاري اړینه وبلل سول.

کندهار ښاروال:ـ د کندهار ښاروالۍ لخوا په هره پيلېدونکې پروژه کي د مشورتي بورډ همکاري اړینه ده. کندهار ښاروال:ـ د کندهار ښاروالۍ لخوا په هره پيلېدونکې پروژه کي د مشورتي بورډ همکاري اړینه ده.

دملي سترخوان د پروګرام په اړه کندهار ښاروال وویل لومړی پړاو یې خلاص سو چي په زیات شمیر غریبو هیوادوالو ته یې خیر ورسېدی او ورڅخه برخمن سول او دوهم پړاو کښي به هم غریب هیوادوال د دې پروګرام د لاري د خوراکي توکو څخه برخمن سي چي د ښاغلي حیات په خبره په دې پروګرام کښي ورته عدل او انصاف ډیر مهم دی باید غریبو خلګوته ورسیږي .

همدا ډول کندهار ښاروال د خپلو خبرو په دوام وویل کندهار ښار زموږ اوستاسو واحد کور دی په ګډه همږغي به د دې ښار په جوړتیا او رغونه کښي برخه اخلو او خپل مسؤلیت به ادا کوو.

وروسته د مشورتي بورډ مرستیال حاجی نقیب الله حکیمي خبري وکړې هغه دکندهارښاروالۍ د روانو چارو څخه ستاینه وکړه،د پلانونو په تطبق کښي کندهار ښاروال ته دهمکاري ډاډ ورکړ او همدا ډول یې د خپلو خبرو په دوام د ښاریانو یو شمیر عرایض هم د مشورتي بورډ مجلس ته وړاندي کړه چي په اړه یې مشورتي بورډ د یادو ستونزو د حل په برخه کي تصمیم ونیوئ .

وروسته د ازاد بحث د لاري دښاري ژوندانه پر ښه محیا کولو،ورځنیو ستونزو او مشکلاتو او همدا ډول وړاندیزونو باندي بحث وسو او په اړه یي لازم تصامیم ونیول سول.

د مجلس په وروستۍ برخه کښي کندهار ښاروال د مشورتي بورډ له همکاري مننه وکړه او یادونه یې وکړه چي مشورتي بورډ هروخت باید ټولشموله مشورې تعقیب کړي او په ګډه به ورسره کار کوو ترڅو موجوده ستونزو ته رسیده ګي سوې وي .
 

کندهار ښاروال:ـ د کندهار ښاروالۍ لخوا په هره پيلېدونکې پروژه کي د مشورتي بورډ همکاري اړینه ده. کندهار ښاروال:ـ د کندهار ښاروالۍ لخوا په هره پيلېدونکې پروژه کي د مشورتي بورډ همکاري اړینه ده. کندهار ښاروال:ـ د کندهار ښاروالۍ لخوا په هره پيلېدونکې پروژه کي د مشورتي بورډ همکاري اړینه ده.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال: د کندهار ښاروالۍ لخوا په هره پيلېدونکې پروژه کي د مشورتي بورډ همکاري اړینه ده.