‎کندهار ښاروالي او کندهار پوهنتون د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۹:۴۷
Kandahar Municipality

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات پر داسي مهال چي د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند عبدالواحد وثیق، د پوهنتون دوو مرستیالانو او د ښاروالۍ د مشورتي بورډ غړو حضور درلودئ، د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ.

د لاسلیک پر مهال کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات خوښي څرګنده کړه چي کندهار ښاروالي د عمومي اجرأتو تر څنګ اوس د یوه علمي، پوهنیز او اکاډمیک ځای (کندهار دولتي پوهنتون) سره د دوه اړخیزه همکاریو تړون امضاء کوي، تر څو په راتلونکي کښي د ظرفیت لوړوني، ښې حکومتولۍ او ښاري حکومتولۍ، د ښار ژوندئ ساتل، د ښاري فرهنګ پیاوړتیا، اقتصادي پرمختیا، د کندهار ښار د ستونزو سره سم څېړني تر سره کول او نورو مهمو برخو کښي به کندهار ښاروالي او کندهار پوهنتون ګډه همکاري ولري.

د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند عبدالواحد وثیق د کندهار ښاروال د دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چي د کندهار ښار سر بېره به یاد تفاهم لیک د دواړو ادارو له پاره په کاري ساحه کښي د تجاربو شریکول یو لوی فرصت وګرځي.

د غونډي په پاي کي کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د کندهار پوهنتون د رئیس پوهاند عبدالواحد وثیق څخه ځانګړې مننه وکړه چي په ورین تندي ئې د کندهار ښاروالي سره هر وخت همکاریو زړه ښه کړی دئ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

‎کندهار ښاروالي او کندهار پوهنتون د دوه اړخیزو همکاریو تړون لاسلیک کړ