‎کندهار ښاروالي د خپل انجنیري ټیمونو په ګډون د ښار د سکټوري ریاستونو د انجنیري ټیمونو لپاره د ظرفیت لوړوني یو ورځني ورکشاف دایر کړی

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۸:۶
Kandahar Municipality

د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکي ادارې د سرمایه ګذاري/CIP د برنامې عملیاتي مدیر انجنیر ارصلاح مجیدي لخوا د ښاروالي په شهید حیمدی صالون کي یاد ورکشاف دایر کړل سو چي پر مهال یې د کندهار د سکټوري ریاستونو د انجنیري ټېمونو لپاره د ساختماني پروژو د عملي کولو په منظور د کوالټي کنټرول او مانېټورینګ په اړه په مکمله توګه سره معلومات ورکړه هغه خپل هدف د لوی ښارونو لپاره د بنیادي او اساسي پروژو د ښه کیفیت، بنسټيزي پراختیا او په ساختماني پروژو کي د موادو کیفیت او د پروژو د روان حالت د ښه څارلو په برخه کي یاد کړ چي د مجیدي په خبره د لوی ښارونو د انجنيري ټېمونو لپاره د ظرفیت لوړوني په برخه کي يې کندهار ښار دا وار انتخاب کړ تر څو په دې ښار کي د پېلېدونکو پروژو د ښه تر سره کولو او اوږد مهاله پاته کېدلو، په ساختماني پروژو کي د نظارت او کنټرول اړخونو په نظر کي نیولو، د لوی ښارونو لپاره اساسي کانالیزایسیون جوړولو، د ساختماني موادو د ټیسټ معلومولو او ددې تر څنګ یې د ښارونو لپاره د پروژو د ډیزاین جوړول او د ښارونو د محیطي شرایطو سره برابرول یاد کړه ځکه که دا مهم فکټورونه په نظر کي ونیول سي د پروژې د عملأ جریان په حالت کي د ساختماني موادو د بې کیفیتي، لنډ مهاله جوړوني او د نورو خطراتو مخه به نیول سوې وي.

Kandahar Municipality

د یو ورځني ورکشاف پرمهال د ساختماني انجنیرانو هري پوښتني ته

هم جواب ورکړل سو او د پروګرام په وروستۍ برخه کي د غونډي ګډونوالو ته تصدیق پاڼي هم توزیع سوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

‎کندهار ښاروالي د خپل انجنیري ټیمونو په ګډون د ښار د سکټوري ریاستونو د انجنیري ټیمونو لپاره د ظرفیت لوړوني یو ورځني ورکشاف دایر کړی