‎کندهار ښاروالي هره پرمختیایي پروژه په فني توګه سرته رسوي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۰:۲۳
Kandahar Municipality

کندهار ښاروالي د خپلو روانو رغنیزو فعالیتونو په لړ کښي د ښار د دولسمي ناحیې اړوند په خادم ګذر کي

۱۰۳۵متره په طول او ۸ متره په عرض د یوه سړک چي(۸۲۸۰)متره مربع کیږي د جوړېدو چاري راپیل کړي دي. د دې ترڅنګ د همدې سړک په امتداد دواړو خواو ته د ۳۷۳ متره په طول، ۵۰ سانتي متره په عرض او ۶۰ سانتي متره په ارتفاع باندي چرۍ هم اساسي جوړه سوي دي. او په یاده پروژه کي ۱۹۰ عدده سلبونه په نظر کښي نیول سوي دي، ددې ترڅنګ کندهار ښاروالي د ښار په پنځلسو ناحیو کښي متوازنه پراختیا رامنځته کوي او د ښاروالي په روانو پلانونو کښي د ښاریانو څخه د ملاتړ او همکاري هیله لري .‎

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

‎کندهار ښاروالي هره پرمختیایي پروژه په فني توګه سرته رسوي