د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!
Publish Date
Closing Date
د کندهار ښاروالۍ ملکیت د څوارلسمي ناحیې مربوط د میرویس او احمد شاهي مارکېټ مخته د وسایطو پارکینګ په مورد محترم محمد حکیم د محمد اکبر زوی د شرطپاڼي مطابق دیوه کال لپاره په اجاره مبلغ / ۶۷۰۰۰۰ – ښپږ سوه اویا زره افغانۍ غوښتونکئ دی.ټول هغه اشخاص چي ذکر سوئ پارکینګ د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتونکي وي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۲ کال د دلؤي د میاشتي د ۲ نیټې څخه بیا د دلؤي میاشتي تر ۸ نیټې پوري د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري شرطپاڼه کتلائ سي د اجارې د سرجمع څخه شل فیصده تضمين نقداً اخیستل کیږي او د داوطلبۍ مجلس د جاري کال د دلؤي میاشتي پر ۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د سهار پر ۹ بجې د تعین سوي هیئت په حضور کښي د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو آمریت کښي صورت نیسي.
د لازياتو معلوماتو لپاره پرلاندي شمېرو اړيکه ونيسئ.
۰۷۰۴۶۴۷۶۴۱ / ۰۷۰۴۹۲۲۷۰۲
.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت