د کندهار ښار په پنځلسمه ناحيه، دریم ګذر کي دیو کانال جوړولو چاري رواني دي.

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۴۰
بيا رغونه

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په پنځلسمه ناحیه، دریم ګذر کي د اراضي په سیمه کي د شېر سورخ په نوم د یو کانال جوړولو چاري په اساسي ډول راپیل کړي دي.

یاد کانال چي اوس مهال ئې د سنګ کارۍ چاري رواني دي، تقریباً (۹۰۰) متره اوږدوالی، (۷۰) سانتي متره بردوالي او (۸۰) سانتي متره جګوالي لري او ددې کانال ترڅنګ د یو پلچک جوړولو چاري به هم راپیل سي.

ددې کانال ټول انکشافي کارونه یوه نیمه میاشت وړاندي شروع سوي دي، چي تر دې مهاله ئې ۴۵ سلنه کار بشپړ سوی دی او پاته کارونه به ئې ددوو میاشتو په موده کي پای ته ورسیږي.

په دې بنسټیزه پروژه کي اوس مهال (۹۸) کسانو ته دکار کولو زمینه برابره سوې ده، چي (۱۸) کسان په مسلکي ډول او (۸۰) کسان په غیري مسلکي ډول په کار کولو بوخت دي.

د سیمي اوسېدونکو د دې کانال او پلچک د جوړېدو له چارو څخه زیاته خوښي څرګنده کړه او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په پنځلسمه ناحيه، دریم ګذر کي دیو کانال جوړولو چاري رواني دي.