د کندهار ښار په شپږمه ناحيه، دريم ګذر کي د کوڅې کانګريټ کولو او چرۍ جوړولوکار جريان لري
کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام داځل دښار په شپږمه ناحيه، دريم ګذر کي د کوڅې کانګريټ کولو او چرۍ جوړولو چاري پيل کړي دي.
دا کوڅه چي تقريبا ۱۹۰ متره اوږدوالی او څلور نيم متره بردوالی لري يوه نيمه مياشت مخکي يې رغنيزي چاري پيل سوي تردې مهاله يې ۹۰ سلنه چاري بشپړي سوي دي او پاته کارونه به يې هم ډېر ژر بشپړسي.
د يادي کوڅې په رغولو کي هره ورځ ۱۵ کسان په فني او غيري فني ډول په کار کولو بوخت دي.
دنوموړي سيمي اوسېدونکو ددې کوڅې په رغولو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل