کندهار ښار کي د احمدشاهي جادې پارک ( ګلدان ) په ډيزاين داره او معياري شکل جوړيږي!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۰:۱
بيا رغونه د پياد رو

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په لړ کي داځل د احمدشاهي جادې د پارک ( ګلدان ) د اساسي او معياري جوړولو چاري پيل کړي دي.

دا پارک د ا. ا. ا څلور لاري څخه شروع بيا د حضرت جي بابا څلور لاري پوري په ډيزاين داره او معياري شکل جوړيږي.

د ياد پارک ( ګلدان ) دوه طرفه پياده روو، په منځ کي يې ډيزاين داره پياده روو، ګلدان، د ناستي چوکۍ، کثافت دانۍ، نوي درختي او نوی چمن پکښي ايښودل کيږي.

د ياد ګلدان کارونه په چټکۍ سره جريان لري چي هره ورځ په سلهاوو تنه کاريګر پکښي په کار کولو بوخت دي.

د احمدشاهي جادې پارک په ډيزاين داره شکل جوړولو سره به د يادي جادې ښکلا څوچنده سي او هم به زموږ عامو هيوادولو ته د ناستي او تفريح لپاره مناسب چاپيريال رامنځته سوی وي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښار کي د احمدشاهي جادې پارک ( ګلدان ) په ډيزاين داره او معياري شکل جوړيږي!