هره پرمختیایي پروژه ښاریانو ته ښاري سهولتونه برابروي
کندهار ښاروالي د خپلو روانو رغنیزو فعالیتونو په لړ کښي د ښار د پنځمي ناحیې اړوند په سوله ګذر (ظریفي مېنه) کښي د ۱۱۶۰ متره په اوږدوالي ۹ متره په عرض د یوه عمومي سړک د رغوني چاري را پيل کړي دي.
ددې سړک په څنګ کښي دوه طرفه ۸۲۰ متره چرۍ اساسي جوړه سوې ده او هم دوه پلچکان او د ۱۷،۶۰ متره په اندازه پُل ددې سړک په امتداد کښي اساسي جوړیږي او هم ۱۶۵ سلبونه ددې سړک د رغوني په پلان کښي شامل دي، ددې تر څنګ کندهار ښاروالي د ښار په پنځلسو ناحیو کښي ښاریانو ته متوازنه پراختیا رامنځته کوي او د ښاروالي په روانو رغنیزو چارو کي د ښاریانو همکاري غواړي.