کندهار ښاروالي لوبډلي په قوریشي شل اوریزه سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه د مسلم افغان لوبډلي څه په ( ۷۵ ) منډو وګټل ..

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۹:۵۰
Kandahar Municipality

قوریشي شل اوریزه سیالې چي تیره جمعه د ( ۳۲ ) لوبډلو تر منځ راپیل سوي

نن په یادو سیالیو کي د ښاروالي او مسلم افغان لوبډلو تر منځ لوبه وسوه

ټاس ښاروالي لوبډلي وګټي لومړی یې خپله توپ وهنه پیل کړه، چي په ټاکلو شلو اورو کي یې د ( ۵ ) لوبغاړو په سوزیدو ( ۱۵۶) منډي هدف وټاکي

د ښاروالۍ توپ وهوونکو ...

عطاالله " کاکړ " ( ۵۴ ) احمد ظاهر " پټان " ( ۵۲ ) او بشیر احمد ( ۳۲ ) منډي وکړي

مسلیم افغان لوبډلي په ( ۱۸) اوره کي د ټولو لوبغاړو په سوزیدو ( ۸۰ ) منډي وکړي

د ښاروالې توپ اچوونکو ...

عبدالله آغا ( ۳ ) انصارالله ( ۳ ) رحیم الله ( ۲ ) او احمدضیاء یوه ویکیټه در لاسه کړه

د لوبي غوره لوبغاړي عطاالله " کاکړ " وټاکل سوو، چي ( ۵۴ ) منډي یې کړي وي،

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۴
Background image

دشپږمي ناحیې اړوند، په څلورم ګذر کي دیوې کوڅې د رغولو کار جريان لري!

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په دوام سره داځل د ښار په شپږمه ناحیه، څلورم ګذر، د لخشک په سيمه کي د یوې کوڅې د رغولو چاري په اساسي ډول راپيل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

BACK TO NEWS