د مشورتي بورډ نوبتي غونډه وسوه.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۹ - ۹:۵۳
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالي د مشورتي بورډ نوبتي غونډه د کندهار ښاروال او د مشورتي بورډ رئیس انجنیر محمد رفیع حیات تر مشرۍ لاندي جوړه سوه، چي پکښي د مشورتي بورډ مرستیال، د ښاري حکومتولۍ رئیس تر څنګ د بورډ نورو غړو هم ګډون درلودئ.

ګډونوالو ته کندهار ښاروال پرانیستونکې وینا وکړه همدا راز ښاروال مرکز ته د تللي سفر په اړه معلومات وړاندي کړه، چي مرکزي اداره په پنځو لویو ښارونو کښي نوي پروګرامونه پیلوي.

چي له جملې څخه یې د SDF / ستراتیژیک پرمختیایي چارچوب یادونه وکړه چي د ښاغلي حیات په خبره ولسمشر د پنځو لویو ښارونو د ښاروالیو لپاره یو کوچنی تشکیل د همدې چارچوب د عملي کولو له پاره جوړوي، تر څو د همدې تخنیکي او کارنده ټيم په همکاري د لویو ښارونو ښاروالان توانېدلي وي چي د SDF پروګرام په ښه توګه سره تطبیق کړي او هم د همدې پروګرام په اساس په معیاري او اساسي توګه سره پروژې عملي سوي وي.

ښاروال او د مشورتي بورډ رئیس د بورډ له غړو وغوښتل چي ددې پروګرام په عملي کولو کي په ښه توګه سره همکاري وکړي.

بله موضوع چي کندهار ښاروال یې یادونه وکړه هغه یو تعداد دولتي ځمکي چي باید ښاروالۍ ته تسلیم سي، د ښاروال په خبره یادي ځمکي د رئیس جمهور په ۳۰۵ نمبر فرمان پر اساس باید ښاروالۍ ته تسلیم سي. چي هغه عبارت دي له قول اردو، قومندو او ادراک چمن ځمکي دي.

د ښاروال په خبره مرکز یې د ښار څخه په وتلو ساحاتو کښي بدیل اردو ته ورکړی دئ، همدارنګه کندهار ښاروال د قول اردو ځمکي ته په اشارې وویل د SDF پلان د ښه عملي کولو په برخه کي اوس اړتیا لیدل کیږي چي د قول اردو په ساحه کښي د SDF پلان عملي سي.

کندهار ښاروال د جهاني بانک د CIP / ښاري سرمایه ګذاری یادونه هم وکړه چي د کندهار ښاروالي لخوا ورته ۴ پروژې پېشنهاد سوي وې، اوس د هغه پروژو ساختماني او اساسي چاري شروع دي ددې تر څنګ ۶ نوري پروژې کندهار ښاروالي ورته پېشنهاد کړي، چي تر تدارکاتي مسائلو وروسته به یې عملأ چاري پيل سي چي د ښار مهم سړکونه پکښي شامل دي.

بله مهمه موضوع چي کندهار ښاروال یې یادونه وکړه د Ez-kar برنامه ده، چي دا پروګرام راتلونکی دئ او هغه ناحیې کوم چي په زیاته اندازه پکښي خدمات نه وه سوي او د ولسي تړون څخه پاته وي، اوس به یې ددې پروګرام د لاري پکښي پرمختیایي چاري پیل سي.

کندهار ښاروال د ښاروالي د ټولو پرمختیایي پروژو په اړه معلومات وړاندي کړه او د ښاروالي د پلانونو په عملي کولو کښي یې د دوئ همکاري وغوښتل، تر څو د ښاریانو د صفائي ټکسونو د تحویلولو په برکت کندهار ښاروالي توانیدلې وي لا اړین بنسټيز او معیاري خدمات عرضه کړي، همدارنکه ژمي ته په پوره پاملرنه او اماده ګۍ سره یې د پاتابونو، چرۍ او ویالو اساسي پاکونه راپیل کړې ده.

وروسته د مشورتي بورډ مرستیال حاجي نقیب الله حکیمي د ښاریانو یو شمېر عرایض او پیشنهادونه مجلس ته وړاندي کړه او په مفصله توګه سره تر بحث وروسته اړوند مسؤلینو ته کندهار ښاروال راجع کړه.

د ازاد بحث په جریان کښي د ښار پر عمومي حالت هم بحث وسو او په اړه یې لازم تصامیم ونیول سول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د مشورتي بورډ نوبتي غونډه وسوه.