د کندهار ښاریانو د سهولت او ارامتیا په منظور کندهار ښاروالي بنسټیز خدمات عرضه کوي .

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۰:۲۵
Kandahar Municipality

کندهار ښاروالي د خپلو روانو رغنیزو پروژو په لړ کښي د ښار د نهمي ناحیې اړوند ودان ګذر کښي د ۴۶۶متره په طول ۱۵،۵متره په عرض یو عمومي سړک همدا راز ۴ فرعي سړکان.

۱ نمبر سړک: د ۱۷۶ متره په طول او ۷،۵ متره عرض.

۲ نمبر سړک: ۱۳۲ متره طول او ۷،۵ متره عرض.

۳ نمبر سړک: ۸۶ متره طول او ۷،۶۰ متره عرض.

۴ نمبر سړک: ۸۶ متره طول او ۷،۶۰ متره په عرض باندي په اساسي شکل جوړېږي.

په یاده پروژه کي د ۵۶ متره په طول، ۸۰ سانتي متره په عرض او ۵۰ سانتي متره په ارتفاع چرۍ په اساسي شکل جوړېږي. په دې پروژه کي ۲ عدده پلچکونه د ۱۲ متره په طول او ۸،۶ متره په عرض باندي په معیاري شکل جوړېږي. د سیمي د ښکلا دپاره په یاده پروژه کي یو ګلدان د ۴۶۶ متره په طول او ۱،۵ متره په عرض او ۶۰ سانتۍ متره په ارتفاع په اساسي شکل جوړېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۴
Background image

دشپږمي ناحیې اړوند، په څلورم ګذر کي دیوې کوڅې د رغولو کار جريان لري!

کندهار ښاروالي دخپلو انکشافي فعالېتونو په دوام سره داځل د ښار په شپږمه ناحیه، څلورم ګذر، د لخشک په سيمه کي د یوې کوڅې د رغولو چاري په اساسي ډول راپيل کړي دي.

یاده کوڅه چي اوس مهال ئې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
Background image

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۱:۶
Background image

کندهار ښار کي د سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل سوې!

کندهار ښاروالي د ښار په مختلفو ناحيوو کي د ۵۰۰۰ متره مربع سړکانو د پينه کاري کولو پروژې چاري راپيل کړې.

دغه پروژه چي اوس فعلا يې چاري راپيل سوې د ښار په مختلفو ناحيوو کي به هغه سړکان. . .

BACK TO NEWS