کندهار ښاروالي د ښار د دوهمي ناحیې اړوند د قادري سرای څخه تر نورزو شابرج پوري یو کیلومتره سړک اساسي ورغوئ

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۹:۵۶
Kandahar Municipality

کندهار والي حیات الله حیات، د کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات او د دوهمي ناحیې د ولسي مشرانو په ملتیا د دوهمي ناحیې اړوند له قادري سرای څخه بیا د نورزو شابرج تر چوک پوري یو کیلومتره سړک په اساس توګه ورغوئ.

کندهار والي د دې سړک د پرانیستلو پرمهال وویل پر یاد سړک ۲۵ میلونه افغانۍ لګښت راغلی دئ، چي د کندهار ښاروالي د پرمختیایي بودجې څخه ورکول سوی دي، کندهار والي د سړکانو په ساتنه کي د خلګو همکاري مهمه وبلل.

وروسته د کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وویل خوشحاله دئ چي نن سهار یې د کندهار ښاریانو د سهولت او ارامتیا په منظور دوې اساسي پروژې ګټي اخیستنې ته وسپارلې، ښاروال زیاته کړه چي کندهار ښاروالي متوازني پراختیا ته ژمنه ده او د ښاریانو د سهولت لپاره د دوئ لومړیتوبونو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

په پای کي د سیمي مشرانو هم له کندهار والي او کندهار ښاروال څخه مننه وکړه چي د دوئ د سیمي سړک یې اساسي ورغوئ، هغوئ ژمنه وکړه چی د ښاروالي سره به تل همکاره پاته کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي د ښار د دوهمي ناحیې اړوند د قادري سرای څخه تر نورزو شابرج پوري یو کیلومتره سړک اساسي ورغوئ