د ښاروالۍ مامورینو ته د ښاروالۍ قانون تشریح سو.
د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو مدیر تیمورشاه فیض د ښاروالۍ ریاست کارمندانو ته دښاروالۍ د قانون په اړه معلومات ورکړه د ښاروالۍ قانون یې تشریح کړ د دې تر څنګ یې د قوانینو،مقرراتو،کړنلارو،طرزالعملونو او پالیسیو د تر لاسه کولو د سرچینو په اړه ادرسونه شریک کړه تر څو د ټولنیزو شبکو دلاري یې په اسانۍ سره تر لاسه کړئ.
د دې ترڅنګ د کارمندانو سوالونو ته هم جوابونه وویل سول کوم چي په دې برخه کښي یې درلودله.