عتیق الله حمید:ـ د ښاریانو وړاندیزونه اورو او شکایتونوته یې رسیده ګي کوو .

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۲:۸
عتیق الله حمید:ـ د ښاریانو وړاندیزونه اورو او شکایتونوته یې رسیده ګي کوو

د غه څرګندوني د کندهار ښاروالۍ مرستیال عتیق الله حمید د شکایتونو د برسۍ د کمیټې د غړو په دایر سوی مجلس کښي وکړې.

نن د کندهار ښاروالۍ د مرستیال په د فتر کښي د ښاري حکومتولۍ رئيس ،عوایدو،محاسیبې مالي اواداري چارو رئیس،سکټوري او تخنیکي ریاست استازي او د مشورتي بورډ غړی د ښاریانو هغه شکایتونو برسي کړه کوم چي د بیلابیلو موضوعاتو لپاره یي رسمأ کندهار ښاروالۍ مقام ته کړي وه.

په یادو شکایتونوکښي په ناحیو کي د چریو پاکوالی ،سرسبزۍ ته پاملرنه،د ویالو او پاتابونو پاکوالی،د ملي سترخوان پروګرام پيلېدنه اونورو مهمو برخوکښي شکایتونه وه چي نن برسي سوه او په اړه یې اړوندو ریاستونو،امریتونواو مدیریتونوته وظیفه ورکړل سول ترڅو یاد شکایتونه په ښه توګه سره حل او فصل کړي.

د کندهار ښاروالۍ مرستیال عتیق الله حمید وویل کندهار ښاروالۍ به تل خپله دروازه د ښاریانو پرمخ پرانیستې لري او د دوی شکایتونواو وړاندیزونوته به پر وخت رسیده ګي کوي .

هغه زیاته کړه هڅه او کوښښ یې دادی چي په ښه توګه سره د اصولو له مخي د ښاریانو شکایتونو برسي کړي.

عتیق الله حمید:ـ د ښاریانو وړاندیزونه اورو او شکایتونوته یې رسیده ګي کوو عتیق الله حمید:ـ د ښاریانو وړاندیزونه اورو او شکایتونوته یې رسیده ګي کوو عتیق الله حمید:ـ د ښاریانو وړاندیزونه اورو او شکایتونوته یې رسیده ګي کوو
عتیق الله حمید:ـ د ښاریانو وړاندیزونه اورو او شکایتونوته یې رسیده ګي کوو عتیق الله حمید:ـ د ښاریانو وړاندیزونه اورو او شکایتونوته یې رسیده ګي کوو عتیق الله حمید:ـ د ښاریانو وړاندیزونه اورو او شکایتونوته یې رسیده ګي کوو

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

عتیق الله حمید:ـ د ښاریانو وړاندیزونه اورو او شکایتونوته یې رسیده ګي کوو .