کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۲:۱۰
کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی.

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات پر داسي مهال چي د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحدشاه هاشمي هم حاضر وو د کندهار ښاروالۍ د کرکیټ لوبډلي سره وکتل.

په لیدنه کي لومړی کندهار ښاروال د کندهارښاروالۍ د کرکیټ لوبډلي لاسته راوړني وستایلې،د دوی د هڅو،کوښښونو او تلاښونو څخه یې ځانګړې مننه وکړه،کندهارښاروال د خپلو خبرو پرمهال وویل تاسو زموږ یوه مهمه او اساسي برخه یاست ستاسو له برکته په ځوانانو کښي ټولنیز انکشاف او د ښې ورورولۍ روحیه راژوندۍ سوې ده،ټولني او جامعې ته مو مثبت پیغام ورکړی دی او هر وخت مو د لوړو هدفونو لپاره لکه په ځوانانو کي ملي او د ورورولۍ روحیه راژوندي کول،د صحت په عرصه کښي مثبت زیري درلودل ځوانانو سره ډيري ښې ټولنیزي اړیکي جوړول،د ښار، ولسوالیواو ولایتونو په سطحه مو د ځوانانو سره د سپورټ له برکته نیک روابط جوړول هغه څه دي چي باید قدر یې وسي،همدا ډول د ښاغلي حیات په خبره کندهار ښاروالۍ به په دایمي توګه سره ستاسوهمکاره وي،ستاسو په لاهڅونه او تشویق کښي به تل احساس د مسؤلیت ولري،همدا ډول کندهار ښاروال د کندهار ښاروالۍ د کرکیټ لوبډلي ته د لوبو د ترسره کولو،د ولسوالیو او ولایتونو د ټیمونو سره د لوبو او روابطو جوړولواو په کندهار ښار کښي د نورو سپورټي لوبډلو سره د دوستانه لوبود زمینې برابرولو په منظور لازمي سپارښتني هم وکړې.

وروسته د کرکیټ لوبډلي په استازیتوب د زمري اکبري خبري وکړې هغه د کندهار ښاروال له همېشنیو همکاریو مننه وکړه چي د لوبډلي په تشویق او پیاوړي کولو کي یې کړي وې او همدا ډول یې یوشمیر ستونزي هم له کندهار ښاروال سره شریکي کړې چي دحل په مورد یې کندهار ښاروال د ښاري حکومتولۍ رئیس ته لارښوونه وکړه چي یاده موضوع تعقیب کړي او ستونزي ورته حل کړي .
 

کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی. کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی.
کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی. کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

کندهارښاروال: په ځوانانو کي د ورورولۍ روحیه راژوندي کول او ټولنیز انکشاف یو مثبت پيغام دی.