د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله الوصال : موږ د خپل ښار په پرمختګ زیات خوشحاله کیږو نو ځکه مو هڅه او کوښښ دادی چي په مساوي اندازه په ټولو ناحیو کښي ښاري خدمات برابر کړو!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۲:۱۷
افتتاح مراسم

د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله الوصال پر داسي مهال چي د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب، د پنځمي ناحیې امر عبدالواحد شاه هاشمي، تخنیکي ټیم او اولسي مشران او استازي یې ملګري وه په پنځمه ناحیه کښي د پیرو قلعچې په سیمه کښي د یوه کانګریټي سړک د جوړولو پروژه پيل کړه.

د (۴۵۰)  متره په اوږدوالي سړک چي په اساسي او معیاري توګه سره به یې په دوې میاشتي کښي د کانګریټ کولو چاري ترسره سي د (۶۵۹۸۵)  امریکایي ډالرو په لګښت د نړیوال بانګ په مالي تمویل او د (UNOPS) همکاره مؤسسې په مدیریت او د کندهار ښاروالۍ په تخنیکي همکارۍ به په مسلکي او فني شکل یاد سړک جوړ سي خلګو ته به ددې سړک په جوړونه سره بهترین ښاري سهولت برابر کړل سي،په دغه مهمه او اساسي پروژه کښي په مسلکي توګه سره (۱۰)  تنو او غیري مسلکي توګه سره (۱۰۰)  تنو ته کاري زمینه سازي سوې وي. په دې مهمه پروژه کښي به چاري ټول د کاریګرو لخوا مخته وړل کیږي او د اړتیا پرمهال به له ماشینیرۍ څخه هم استفاده کیږي .

د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله الوصال ددغه پروژې په پرانیست مراسیمو کښي وویل: د کندهار ښاروالۍ له لوري د کندهار ښار په ټولو ناحیو کښي د ښاروالۍ پراخ انکشافي کارونه،رواني پروژې ،پرمختیایي پلانونه به د کندهار ښار بڼه مثبت لوري ته تغیر کړي،خلګو ته به کاري زمینه برابره سي،او هم به زموږ ګران ښاریان له بهترینو ښاري اسانتیاوو څخه برخمن سي،د کندهار ښاروال مرستیال وویل: د خپل تخنیکي ټیم په مرسته یې د ښار لومړیتوبونه او اساسي اولیتونه درک کړي دي نو ځکه یې هڅه داده چي د خپلو ټولو ښاریانو لپاره په هره عرصه کښي ښاري نوښتونه رامنځته کړي،د ښاغلي الوصال په خبره زموږ سره د روانو چارو،پراخو انکشافي کارونو او نورو مهمو فعالیتونو په ترسره کولو کښي د ګرانو ښاریانو دوامداره همکاري او ملاتړ کولائ سي زموږ په چارو کښي لا چټکتیا راولي ،وروسته د کندهار ښاروالۍ ساختماني انجنیر محمد نبي ددې پروژې هغه مهم او تخنیکي اړخونه تشریح کړه همدا ډول د یادي ناحیې امر عبدالواحد شاه هاشمي وویل: د ناحیې سره دچارو او کارونو په پرمختګ کښي د ناحیې د اوسېدونکو همکاري خورا اړینه او مهمه ده وروسته د پنځمي ناحیې اولسي مشرانو او استازو د کندهار ښآروالۍ څخه مننه وکړه چي واقعأ یې ددوی دکلنو غوښتني ته رسیده ګي وکړه او ددوی مهمه او اساسي ستونزه یې حل کړه د اولسي مشرانو په خبره دوی به خپل دصفایي ټکسونه پر وخت تحویلوي ترڅو نوره هم کندهار ښآروالۍ توانېدلې وي په ښار کښي بنسټیز او اړین خدمات براب رکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۵۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

خبرتيا!
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري ټولو ریړۍ چلونکو ته خبر ورکول کیږي چي له دې وروسته خپلي ریړیاني د ټاکل سوي اندازې مطابق چي دوه متره په یو نیم متره کي ده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ښاروالي

کندهار ښاروالۍ په ۱۲ ناحيه کي د عامه لارو د خلاصون په موخه نظارت ترسره کړی
سې شنبه ۷ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري، د عامه لارو د خلاصون او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۰
Background image

کندهار ښاروالۍ

کندهار ښاروالۍ د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه د یوه درې منزله کمپلکس د جوړېدو چاري رسماً پیل کړې
يک شنبه ۵ / ۷ / ۱۴۰۵ ه ش کال
یاد کمپلکس د ښار د اوومي ناحیې په مربوطاتو کي، د چهل زینو. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله الوصال : موږ د خپل ښار په پرمختګ زیات خوشحاله کیږو نو ځکه مو هڅه او کوښښ دادی چي په مساوي اندازه په ټولو ناحیو کښي ښاري خدمات برابر کړو!