کندهار ښاروالۍ سږني پسرلي ته پراخه اماده ګي نیولې ده!
سږني پسرلي ته کندهار ښاروالۍ پوره چمتوالئ لري،د ښار د ناحیو شنه ساحه،عمومي جادې،ګلدانونه او واټونه د ښار د سمسورتیا په منظور لا سرسبزه او منظم کیږي او هم نوي موسمي زینتي بوټي پکښي کرل کیږي.
کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وایي: د ښار د سرسبزه ساتني او سمسورتیا لپاره د ټولو امکاناتو کار اخلي ترڅو ګران ښاریان وکولائ سي د تفریح په موخه ور څخه روحي سکون او جسمي خوند واخلي،همدا ډول کندهار ښاروال د ښار د سرسبزه ساتني او زرغونوالي په برخه کښي د ګرانو ښاریانو دوامداره همکاري ډیره اړینه بولي.