د مزایدي داوطلبۍ اعلان!

web_admin
د مزايدې داوطلبۍ اعلان

Publish Date

Closing Date

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۱۴ ناحیې اړوند د حضرت جي بابا اول شمالي مارکیټ د وسایطو پارکینګ په مورد محترم عبدالقدیر د نورالدین زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په مبلغ ۵۰۰۰۰۰ پنځه سوه زره افغانۍ غوښتنکی دی.

هغه اشخاص چي یاد پارکینګ د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتکي وي او غواړي چي په داوطلبۍ کي ګډون وکړي،خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۴ کال دحمل میاشتي له ۵ نېټې څخه بیا د همدې میاشتي پر ۲۳ نېټې پوري د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري او وروسته دي شرطپاڼه له مسؤل کس څخه ترلاسه کړي.

له اجارې له سرجمع څخه ۲۰ فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږي او د داوطلبۍ مجلس د روان کال دحمل میاشتي پر ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د سهار پر ۹ بجې د تعین سوي هیئت په حضور کي د تدارکاتو او قراردادونو په آمریت کي ترسره کیږي

More tenders

Wed, Feb 05 2020 9:59 AM
Background image

داوطلبي

د ولسی تړون پروګرام د کندهار ښار د 9 ناحیي د7 ګذر (چنار) (۵ شوراګانو) انکشافی شورا غواړی چی د لوي ویالې د عیدګاه د حوض په نامه مشهوره ساحه کی د پروژي جوړنې ساختمانی چاری یو ساختمانی . . .

Back to tenders

د مزایدي داوطلبۍ اعلان!