د مزایدي داوطلبۍ اعلان!

web_admin
د مزايدې داوطلبۍ اعلان

Publish Date

Closing Date

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۱۴ ناحیې اړوند د حضرت جي بابا اول شمالي مارکیټ د وسایطو پارکینګ په مورد محترم عبدالقدیر د نورالدین زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په مبلغ ۵۰۰۰۰۰ پنځه سوه زره افغانۍ غوښتنکی دی.

هغه اشخاص چي یاد پارکینګ د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتکي وي او غواړي چي په داوطلبۍ کي ګډون وکړي،خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۴ کال دحمل میاشتي له ۵ نېټې څخه بیا د همدې میاشتي پر ۲۳ نېټې پوري د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري او وروسته دي شرطپاڼه له مسؤل کس څخه ترلاسه کړي.

له اجارې له سرجمع څخه ۲۰ فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږي او د داوطلبۍ مجلس د روان کال دحمل میاشتي پر ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د سهار پر ۹ بجې د تعین سوي هیئت په حضور کي د تدارکاتو او قراردادونو په آمریت کي ترسره کیږي

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۱۰ ناحیې اړوند د شرقي لین په هډه کي دوهم نمبر کوچنی هوټل دی، دشرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکول کیږي.

ټول هغه اشخاص چي پر . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۵۱
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د عادي بودیجې او تدارکاتي پلان پر اساس، دترانسپورټ مدیریت دمختلفو وسایطو لپاره د پرزه جاتو د چهار چوبي خریدارۍ قرارداد اصولاً ترسره کړي.

علاقمند . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۹ ناحیې اړوند د کندهار پوهنتون مخته د وسایطو پارکینګ د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي پر شرایطو برابروي . . .

Back to tenders

د مزایدي داوطلبۍ اعلان!