د شپږمي ناحیې اړوند د غالب او جدید ګذرونو د سړک ، چرۍ، ، پلچکونو، استنادي دیوال او سلبونو جوړوني د پروژو اعلان

ناپیژنده (not verified)
Kandahar Municipality

Publish Date

Closing Date

تفصیل يې په لاندي ډول دي.
د غالب ګذر د پروژې عمده فعالیتونه:
1. سړک : ( طول: 1080 متره، عرض 8 متره )
2. چرۍ: ( طول: 2160 متره، عرض 0.8 متره )
3. سلبونه: ( تعداد 230 ، طول 0.8 متره، عرض 0.5 متره ، ارتفاع 0.15 متره)
4. سلبونه: ( تعداد 70 ، طول 1 متره، عرض 0.5 متره ، ارتفاع 0.15 متره)
5. پلچکونه (تعداد: 1 ، طول 8.6 متر، عرض 1 متر، ارتفاع 1 متر)
6. بکس پلچکونه (تعداد: 4 ، طول 8.3 متره، عرض 1.2 متر)
7. پلچکونو ته امتداد ورکول (تعداد: 2 ، طول 3.6 متره، 3 عرض 1.4 متر)
د جدید ګذر د پروژې عمده فعالیتونه:
1. سړک : ( طول: 631 متره، عرض 8 متره )
2. چرۍ: ( طول: 631 متره، عرض 0.8 متره )
3. بکس پلچکونه ( تعداد: 3 ، طول : 8.6، عرض 1 )
4. سلبونه: (تعداد: 78 ، طول 0.8 متره، عرض 0.5 متر، ارتفاع 0.15 متره)
5. استنادي دیوال (، طول 631 متره، عرض 1.4 متر، ارتفاع 1.5 متره)
6.
هغه ساختماني شرکتونه چی پر شرایطو برابر وي، کولای سي د ۱۳۹۹ کال د جوزا د میاشتي له 28 م څخه د سرطان 03 م نیټې پوري د پروژي اړوند اسناد د لاندي ذکر سوي بریښنایي ادرس (انټرنټي لینک) څخه تر لاسه (ډاونلوډ) کړي.
1. د داوطلبانو لپاره شرایط او معلومات
2. د پروژې آفر پاڼي (د نرخونو د وړاندیزبلنه)
3. د پروژی تخنیکي پروفایل
4. Technical Specification 4000
د پروژې داوطلبي د ۱۳۹۹ کال د سرطان 4م نیټه یعني د 2020 کال د جون د میاشتي پر 24 م سهار پر ۱۰ بجې د غالب او په همدې ورځ سهار پر ۱۱ بجې د جدید ګذر دا د کندهار ښاروالۍ مقام د مشورتي شورا په دفتر کي ترسره کیږي. داوطلب ساختمانی شرکتونه دي غوښتل سوي مکمل اسناد او آفر پاڼي (نرخ پاڼي) د داوطلبي په ورځ په ټاکلې وخت د افر خلاصونې او ارزیابې کمیټې ته په بند پاکټ کې وړاندی کړي. د داوطلبی په پایله کې له ګټونکي ساختماني شرکتونو سره د ګذر شوراګانو له خوا د پروژو قرارداد لاسلیک کیږي.
نوټ:
۱. هغه شرکتونه چې د اول ځل لپاره د ولسي تړون د پروګرام په داوطلبۍ کي ګډون کوي، مکلف دي چې د پورته ذکر سويو مواردو په نظر کي نیولو سره سره ، د خپلو ساختماني شرکتونو اصلي جواز، د کندهار ښاروالۍ لخوا ورکړل سوی اصلي جواز او د ترسره کړي مشابه پروژې اصلي قرارداد د آفر سپارلو سره یو ځاي، کمیټې ته تسلیم کړي.
۲. په داوطلبي کي ګډون کونکي شرکتونه مکلف دي چې خپله نرخ پاڼه (آفر پاڼه) په مسلکي او دقیق ډول ډکه کړي او هم په شرط پاڼه کي ذکر سوي شرایط ۱۰۰ فیصده علمي کړي، د ستونځو او اشتباهو په صورت کی د تدارکاتو او ارزیابۍ کمیټه حق لري چې هغه شرکتونه د دواطلبۍ د پروسې څخه خارج کي چې اسناد یا محاسبه یې نیمګړې وي.
اړیکې: د غالب ګذر د شورا رئیس: 0700373102. د جدید ګذر د شورا رئیس: 0700364891
. د ولسي تړون د پروګرام د ولایتي دفتر استازی 0704003112. د همکاري مؤسسې استازی 0700552428
د اسنادو تر لاسه کولو له پاره په لاندي لینک/ادرس کلیک کړئ!

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۱۰ ناحیې اړوند د شرقي لین په هډه کي دوهم نمبر کوچنی هوټل دی، دشرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکول کیږي.

ټول هغه اشخاص چي پر . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۵۱
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د عادي بودیجې او تدارکاتي پلان پر اساس، دترانسپورټ مدیریت دمختلفو وسایطو لپاره د پرزه جاتو د چهار چوبي خریدارۍ قرارداد اصولاً ترسره کړي.

علاقمند . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۹ ناحیې اړوند د کندهار پوهنتون مخته د وسایطو پارکینګ د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي پر شرایطو برابروي . . .

Back to tenders

د شپږمي ناحیې اړوند د غالب او جدید ګذرونو د سړک ، چرۍ، ، پلچکونو، استنادي دیوال او سلبونو جوړوني د پروژو اعلان