د مزایدي داوطلبۍ اعلان!

Publish Date
Closing Date
د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۱۴ ناحیې اړوند د حضرت جي بابا اول شمالي مارکیټ د وسایطو پارکینګ ( تم ځای) په مورد محترم عبدالقدیر د نورالدین زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په مبلغ (۵۰۰۰۰۰) پنځه سوه زره افغانۍ غوښتونکئ دی.
هغه اشخاص چي یاد سوئ پارکینګ ( تم ځای) د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتونکي وي او غواړي چي په داوطلبۍ کي ګډون وکړي، خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۴ کال د حمل میاشتي له ۲۶ نېټې څخه بيا د ثور میاشتي تر ۱ نېټې پوري د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري او وروسته دي شرطپاڼه د مسؤل کس څخه ترلاسه کړي.
د اجارې له سرجمع څخه ۲۰ فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږي.
داوطلبي به د ثور میاشتي په ۲ نېټه، چي د سه شنبې ورځي سره برابره ده، د سهار پر ۹:۰۰ بجې د ټاکل سوي هیئت په حضور کښي به ترسره سي.
د معلوماتو لپاره پرلاندي شمېرو تماس ونيسئ:
۰۷۰۷۱۵۹۷۱۸ / ۰۷۰۰۴۳۳۵۶۷