د کندهار ښاروالۍ خبرتيا!

د کندهار ښاروالي د تدارکاتي پلان او عادي بوديجې پر اساس تخنيکي شرطپاڼي مطابق ۱۴۰۲ کال لپاره د ترانسپورټ مديريت اړوند مختلف النوع وسايطو لپاره د ټايرونو او بطريو د خريدارۍ قرارداد ترلاس لاندي او د رسمي طی مراحلو پروسه جريان لري، د ټايرونو او بطريو د خريدارۍ په داوطلبۍ کښي محترم اسدالله ولد عبدالحبيب لوجستيکي شرکت د ارزيابۍ (۳) مرحلو ته لاره موندلې ده.
که هرڅوک د نوموړي شرکت د مسؤلينو سره حقوقي دعوه او ياکومه بله ستونزه ولري کولائ سي د ۱۵/۴/۱۴۰۲ نيټې څخه تر ۲۲/۴/۱۴۰۲ نيټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تهيه او تدارکاتو عمومي مديريت ته تشريف راوړي او خپل اړونده اسنادونه دي حاضر کړي ترڅو په اړه يې د ښاروالۍ مقام تر حکم وروسته اجراآت صورت ومومي.