د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ریاست ملکیت یو باب اول نمبر غټ هوټل په کابل هډه کښي موقعیت لري د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره دازادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي،ټول هغه اشخاص چي غواړي په داوطلبۍ کښي ګډون وکړي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۱ کال د حوت د میاشتي د ۱ نیټې څخه بیا د حوت د میاشتي تر ۲۳نیټې پوري د ښاروالۍ ریاست د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري شرطپاڼه کتلائ سي،د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدأ اخیستل کیږي،او د داوطلبۍ مجلس د جاري کال د حوت د میاشتي پر ۲۴ نیټه دچهار شنبې په ورځ دسهار پر ۱۰ بجې د تعین سوي هئیت په حضور کښي د ښاروالۍ ریاست د تهیه اوتدارکاتو عمومي مدیریت کښي صورت نیسي.
د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیرو اړیکه ونیسئ.
۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷
۰۷۰۰۳۵۴۲۵۶