د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

web_admin
اعلان داوطلبي

Publish Date

Closing Date

کندهار ښاروالي غواړي، چي د خپل ملکېت اړوند د ۷ ناحیې مربوط د سرپوزې پارک په یوه حصه کي د واده صالون جوړ کړي. صالون او پارک دواړه د آزادي داوطلبۍ له لاري د شرط پاڼي مطابق ترڅو چي یې مصارف د قرارداد په قسطو کي مجرا کیږي، په اجاره ورکړي.

ټول هغه علاقمندان چي غواړي په خپله شخصي سرمایه یاد صالون جوړ کړي، کولای سي خپل غوښتنلیکونه د ښې طرحي او پلان سره یوځای د ۱۴۰۳ مالي کال د مېزان میاشتي له ۲۵ نېټې څخه بیا د همدې میاشتي تر ۲۹ نېټې پوري د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو آمریت ته وسپاري.

شرطپاڼه کتلای سئ د اجارې د سرجمع څخه (۲۰) شل فیصده تضمین نقداً اخستل کیږي او داوطلبي یې د روان کال دمېزان میاشتي پر ۳۰ نېټه د دوشنبې په ورځ د سهار پر ۱۰ بجې د تعین سوي هیئت په حضور کي د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو آمریت کي صورت نیسي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمېرو اړیکه ونیسئ.

۰۷۰۴۶۴۷۶۴۱ / ۰۷۰۴۴۲۰۲۲۶

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۱۰ ناحیې اړوند د شرقي لین په هډه کي دوهم نمبر کوچنی هوټل دی، دشرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکول کیږي.

ټول هغه اشخاص چي پر . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۵۱
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د عادي بودیجې او تدارکاتي پلان پر اساس، دترانسپورټ مدیریت دمختلفو وسایطو لپاره د پرزه جاتو د چهار چوبي خریدارۍ قرارداد اصولاً ترسره کړي.

علاقمند . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۹ ناحیې اړوند د کندهار پوهنتون مخته د وسایطو پارکینګ د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي پر شرایطو برابروي . . .

Back to tenders

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!