د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

Publish Date
Closing Date
کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د انکشافي بودیجې او تدارکاتي پلان له مخي د کندهار ښار په مختلفو ناحیو کښي د سړکانو د پینه کارۍ کولو پروژې قرارداد عقد کړي.
علاقمندان کولائ سي خپل غوښتنلیکونه د ۱۴۰۴ کال د حمل میاشتي له ۲۴ نېټې څخه بیا د ثور میاشتي تر ۱۲ نېټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمریت اړوند د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري. د یادي پروژې معیاري شرطپاڼه او ضمایم هم له یاد مدیریت او هم د کندهار ښاروالۍ له رسمي ویب پاڼي څخه په سافټ شکل ترلاسه کولائ سئ.
د دې پروژې داوطلبي به د ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتي پر ۱۳ نېټه چي د شنبې ورځ ده د سهار په ۹:۳۰ بجې د ټاکل سوي پلاوي په حضور کښي د تدارکاتو او قراردادونو په آمریت کي ترسره سي.
علاقمند داوطلبان باید خپل آفرونه د تدارکاتو د قانون،کړنلاري او د شرطپاڼي له شرایطو سره سم ترتیب کړي او په سر تړلي توګه د داوطلبۍ د مجلس په ورځ او ټاکل سوي وخت و تعین سوي پلاوي ته تسلیم کړي. هغه آفرونه چي ناوخته ورسیږي د منلو وړ نه دي.
د نورو معلوماتو لپاره د تماس شميرې:
۰۷۰۷۹۷۰۷۶۰ / ۰۷۰۴۷۰۷۱۶۰