د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان

ناپیژنده (not verified)
د داوطلبی اعلان

Publish Date

Closing Date

Location کندهار

د تهیه او تدارکاتو عمومی مدیریت غواړی چی د کندهار ښاروالي خپل ملکیتونه د څلورمي ناحیې مربوط د زاړه ګمرک په ساحه کښی د (E) بلاک په دریم او څلورم منزل کښي (۲۰) بابه بالاخانې او همدارنګه د پخوانی نظم خاص پر مخامخ د احمد شاهی جادې جنوب طرف ته تجارتی مارکېټ په اول منزل کښی (۱۶-۱۵-۱۴-۱۳-۱۲-۱۱) شماره دکانونه او (A1, A2) شماره دکانونه او په دوهم منزل کښی (۱۲-۱۳-۱۶-۱۵-۱۴) شماره دکانونه او په دریم منزل کی د شرق طرف څخه (۷-۸-۹-۱۲-۱۳-۱۴-۱۵-۱۶) بالاخانې وجود لری چی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادی داوطلبۍ له لاری په کرایه ورکول کیږي. ټول هغه اشخاص چی غواړی په داوطلبۍ کي ګډون وکړی خپل غوښتنلیکونه دی د ۱۴۰۰ کال د دلوی د میاشتی د ۲ نېټې څخه بیا د همدې میاشتی تر ۱۴ نېټې پوری د کندهار ښاروالی د تهیه او تدارکاتو عمومی مدیریت ته وسپاری، شرطپاڼه کتلای سی. د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږی او داوطلبی د ۱۴۰۰ کال د دلوی د میاشتی پر ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د کندهار ښاروالی د تهیه او تدارکاتو په عمومی مدیریت کی د سهار په ۱۱ بجې د تعین سوی هیئت په حضور کی ترسره کیږي. 
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندی شمېرو اړیکه ونیسئ. 
 ۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷
۰۷۸۳۴۳۳۹۶۶
 

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۰:۲۴
Background image

کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۱۰ ناحیې اړوند د شرقي لین په هډه کي دوهم نمبر کوچنی هوټل دی، دشرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکول کیږي.

ټول هغه اشخاص چي پر . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۹:۵۱
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۴ مالي کال د عادي بودیجې او تدارکاتي پلان پر اساس، دترانسپورټ مدیریت دمختلفو وسایطو لپاره د پرزه جاتو د چهار چوبي خریدارۍ قرارداد اصولاً ترسره کړي.

علاقمند . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!

د کندهار ښاروالۍ ملکیت د ۹ ناحیې اړوند د کندهار پوهنتون مخته د وسایطو پارکینګ د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره د آزادي داوطلبۍ له لاري په اجاره ورکوي.

ټول هغه اشخاص چي پر شرایطو برابروي . . .

Back to tenders

د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان